پاکستان د امریکا د پوځیانو د وتلو په څرنګوالي نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108438-پاکستان_د_امریکا_د_پوځیانو_د_وتلو_په_څرنګوالي_نیوکه_وکړه
اوا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل نړیوالو ځواکونو او د امریکا پوځیانو درې (۳) میاشتې مخکې بین الافغاني خبرو ته له پام کولو پرته له افغانستانه شاتګ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 01:47 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکا د پوځیانو د وتلو په څرنګوالي نیوکه وکړه

اوا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل نړیوالو ځواکونو او د امریکا پوځیانو درې (۳) میاشتې مخکې بین الافغاني خبرو ته له پام کولو پرته له افغانستانه شاتګ وکړ .

هغه پرون د پاکستان د ملي دفاع په پوهنتون کښې وویل اسلام اباد ټینګار کړی و چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل باید د بین الافغاني خبرواترو له پرمختګ سره یوځاې وي .

شاه محمود قریشي وویل نړیوالو ځواکونه  او د امریکا پوځیان  بین الافغاني خبرو ته له پام کولو پرته په بیړۍ سره له افغانستان څخه ووتل چې دغه  چارې ناوړه پایلې ځان پسې لرلې .

په افغانستان کښې د امریکا او د  ناټو د پوځیانو شتون په دغه هیواد او سیمه کښې د ترهګرۍ ناامنۍ او د نشه ییزو موادو د کر او قاچاق له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

امریکا همدا اوس په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله نوره پیاوړي کوي او ورسره پوځي ، استخباراتي او مالي مرستې کوي چې د طالبانو لپاره ستر مشکل رامینځته کړي او په تیرو څو میاشتو کښې بم چاودنې او  حملې د دغه خبرې پوخ ثبوت دی .