نندارتونونه د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارت دزیاتولو فرصت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108510-نندارتونونه_د_ایران_او_پاکستان_ترمینځ_دتجارت_دزیاتولو_فرصت_دی
دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو  رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2021 11:04 Asia/Kabul
  • نندارتونونه د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارت دزیاتولو فرصت دی

دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو  رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دپاکستان په کراچۍ کې په نړیوال نندارتون کې د د ګډون کونکو ایرانیو شرکتونو سرپرست سعید دهقاني  نن  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،له نندارتونونو او  د ایران او پاکستان  دصنائعو له توانمنیو څخه استفاده ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره یو ښه فرصت دی .  

د ایران د تجارتي او  دنندارتونونو د پراختیا د شرکت عمومي مدیر د پاکستان  په کراچۍ کې دتجارت او صنعت د نړیوال نندارتون په وورستۍ ورځ  ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئيل ،  دپاکستان  ډیر لوړ صنعتي او تجارتي  ظرفیّتونه  د ایرانیو لورو لپاره لازیات فرصتونه  رامینځةکولی شي .

 هغه دغه راز ووئيل ، که   د صنعت  په تولید او صادراتو حوزې کې  د ایرانیو شرکتونو توانمنۍ په نظر کې ونیسو،او د پاکستان له ظرفیّتونو سره ئې پرتله کړو ،نو په دې اصل پوهیږو، چې باید دخپلو تعاملاتو سویه ،له اوسنیو احصایو لالوړه کړو .

دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو  رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د نولسو شرکتونو په ملګرتیا او د صنعتګرنو په فعال شتون سره  د پاکستان د تجارت او صنعت اولسم نړیوال نندارتون  چې له سه شنبې ورځې  په کراچۍ کې  پيل شوی  نن تر وروستیو پورې به دوام ولري .