پاکستان کښې کرونا بیخي کمه شوې ده
Nov 23, 2021 07:25 Asia/Kabul
پاکستان کښې د کوویډ-۱۹ له امله د خلکو د مړینې شمیر ډیر کم شوی دی
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کښې د کرونا د کمیدونکي بهیر دوام او د فعالیتونو په بشپړه توګه بیا پیلیدل د ډله ایز خوندیتوب په لور د پاکستان د تګ بیانونکي دي.
په پاکستان کښې له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې احصائیې ښودنه کوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په ټول هیواد کښې د کرونا یوازې درې ناروغان مړه شوي دي چې دا په تیرو دوو کالو کښې ترټولو کم شمیر دی.
هم داشان په تیر شواروز کښې له ترسره شویو ۳۷ ټیسټونو څخه یوازې ۳۲۲ مثبت ختلي دي.
کارپوهان باوري دي چې د ویکسینیشن په بهیر کښې ګړندیتوب او ویکسن نه وهونکو کسانو ته د اسانتیاو په ورکړې کښې سختي، په پاکستان کښې د کورونا د داسې سخت کمي ځیني وجوهات دي.
ټیګونه