پاکستان له نړیوالو طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108862-پاکستان_له_نړیوالو_طالبانو_سره_د_تعامل_غوښتنه_وکړه
د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره په تعامل سره د افغانستان د خلکو مرسته کولې شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2021 02:43 Asia/Kabul
  • پاکستان له نړیوالو طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه

د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره په تعامل سره د افغانستان د خلکو مرسته کولې شي .

د صدای افغان خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی عاصم افتخار په قطرکې د امریکا له استازیو سره د طالبانو دولت د استازیو له خبرو اترو د هرکلی په ترڅ کې وویل  د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره په تعامل سره د افغانستان د خلکو مرسته کولې شي .

ټاکل شوی ده د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقی چی په قطر کې موجود دې ، د امریکا او اروپایی اتحادیې له استازیو سره د سیاسی مسلو او د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرې اترې وکړي .

امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلا بیلو پلمو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي دي .