پاکستان په کراچۍ کښې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه
(last modified Tue, 14 Dec 2021 00:15:48 GMT )
Dec 14, 2021 04:45 Asia/Kabul
  • پاکستان په کراچۍ کښې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ انډیز سره د دریو ټي ټوینټي لوبو وړومبۍ سیالي په ۶۳ منډو وګټله

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ انډیز سره د دریو ټي ټوینټي لوبو وړومبۍ سیالي په ۶۳ منډو وګټله

په کراچۍ کښې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمینځ پرون د پيل شوي سیریز وړومبۍ لوبه پاکستان وګټله.

د ویسټ انډیز ټیم د ټاس په ګټلو سره وړومبۍ پاکستان ته د بیټنګ بلنه ورکړه او د دغه هیواد تکړه بالر عقیل حسین، د پاکستان تجربه کاره بیټسمین بابر اعظم په صفر آوټ کړ. ورپسې فخر زمان هم یوازې د لسو منډو په کولو سره وسوځیده.

خو محمد رضوان او حیدر علي په ګډه ۱۰۵ رنز جوړ کړل او د ټیم پوزیشن یې مضبوط کړ. محمد رضوان ۷۸ او حیدر علي ۶۸ منډې وکړې او داشان د پاکستان ټیم په ټاکلو شلو اوورونو کښې ټولټال ۲۰۰ رنز جوړ کړل.

په ځواب کښې د ویست انډیز ټول ټیم په ۱۳۷ رنز آوټ شو او پاکستان دغه لوبه په ۶۳ منډو وګټله.