طالبان له ټوپک پرته بل قانون نه لري
افراسياب خټک مخکې افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، د نړۍ يوازينی هېواد ګڼلی و، چې اساسي قانون نه لري او د ترهګرو په نړيوال ليست کې شامل کسان يې اداره کوي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر لارښود افراسياب خټک وايي، چې طالبان له ټوپک پرته کوم قانون نه لري.
د هغه په وينا طالبان د کوم اساسي قانون او ټولنې سره له تړون پرته څنګه ځان دولت ګڼي؟
نوموړی نیوکه لري، چې طالبان د قانون نه لرلو ترڅنګ نه کومه مقننه او نه قضایه قوه لري، چې په دې اساس ځان دولت نه شي ګڼلی.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر لارښود دا هم وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره به افراطي افکار د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې هم وده وکړي، په دې توګه به روسیه د طالبانو د اصلاح یا مخالفت جبهه پرانیزي.
افراسياب خټک مخکې افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، د نړۍ يوازينی هېواد ګڼلی و، چې اساسي قانون نه لري او د ترهګرو په نړيوال ليست کې شامل کسان يې اداره کوي.
طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د دوی د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د عدليې طالب وزير وويل، چې د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون به له ځینو تعدیلاتو سره په موقت ډول نافذ شي، خو وروسته په دې برخه کې عملي اقدامات ونه لیدل شول.