د طالبانو په وسیله د پاکستان د سرحدی ازغن تار ورانول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110546-د_طالبانو_په_وسیله_د_پاکستان_د_سرحدی_ازغن_تار_ورانول
طالب ځواکونو د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پاکستانی عسکرو د سرحدی ازغن تار په راغونډولو سره په دغه ولایت کې د پوځی اډې د رامینځته کولو مخینوې وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2022 12:20 Asia/Kabul
  • د طالبانو په وسیله د پاکستان د سرحدی ازغن تار ورانول

طالب ځواکونو د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پاکستانی عسکرو د سرحدی ازغن تار په راغونډولو سره په دغه ولایت کې د پوځی اډې د رامینځته کولو مخینوې وکړ .

 

په افغانستان کې د طالبان دولت عسکرو د پاکستان په لاس لګول شوې سرحدی ازغن تار ویجاړ شو .

د ډیورینډ په کرښه کې د ازغن تار پر سر له پاکستاني عسکرو سره د طالبانو د مقابلې په دوام کې طالب ځواکونو یوځل بیا د پاکستاني عسکرو په لاس رامینځته شوې ازغن تار یو ځل بیا ویجاړ کړ .

طالب ځواکونو د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پاکستانی عسکرو د سرحدی ازغن تار په راغونډولو سره په دغه ولایت کې د پوځی اډې د رامینځته کولو مخینوې وکړ .

طالب ځانګړو ځواکونو همداراز دوې اونۍ مخکې هم د ننګرهار ولایت په لعل پور ولسوالۍکې هم د پاکستاني عسکرو لګولې ازغن تار لیرې کړې وو .

د طالبانو په لاس په ډیورینډ کرښه کې د پاکستاني پوځ د ازغن تار تخریبول ښی چی په دې اړه د اسلام اباد او طالب ډلې ترمینځ هماغه راز تاوتریخوالې موجود دې . دا په داسې حال کې دي چی څه موده مخکې د پاکستان دولت  ادعا کړی وه چی په دې اړه له طالبانو حکومت سره اختلافات ختم شوي دي او دواړو لورو په دې زمینه کې موافقه شوی ده .تیره اونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیح رشید د سرحدی ازغن تار د یوې برخې د ورانولو او په دې هکله د اسلام اباد د اعتراض لپاره د طالبانو د اطلاعاتو ادارې د مشر هلوځلو ته په اشارې سره وویل له دې پیښې وروسته پاکستان او طالبانو په لوړه سویه تماس ټینګ کړ او موافقه وشوه چی دغه موضوع د خبرو له لارې اواره شی او په نهایت کې لوري په دې زمینه کې موافقې ته ورسیدل .

په دغو څرګندونو پسې د طالبانو دولت د سرحدی ازغن تار په اړه له پاکستان سره د هرډول حصار د رامینځته کولو په اړه د موافقې په ردولو سره د افغانستان د مځکنی بشپړتیا د ساتلو په ضرورت ټینګار وکړ .

خو د افغانستان له مخالفتونو سره سره پاکستان په ګډو پولوکې د ازغن تار په لګولو ټینګار لری او هغه له افغانستانه ، پاکستان ته د ترهه ګرو د ورتګ د مخنیوی لپاره یوه لار بولی .

د هند براعظمګی کارپیژاندې پیر محمد ملازهی وایی د ډیورینډ د سرحدی کرښې د دیوال مسلې ته په پام سره د پاکستان او طالبانو د اړیکو وضعیت خراب دې ، که څه هم پاکستان هیله من دې له دې مسلې وروسته د نورو مسایلو په اړه له طالبانو سره کار وکړي .

له دې سره سره چی تازه د طالبانو یوه پلاوی پاکستان ته سفر وکړ او اټکل کیده چی دغه هیواد طالبان په دې اړه قانع کړی خو د طالبانو لخوا د ازغن تار ویجاړول ښی چی هغو ترمینځ اختلاف او تاوتریخوالې دوام لری .

طالبان چی په اوسنیو شرایطوکې د افغانستان د چارو د اداره کولو له چیلنجونو سره مخامخ دي او د عمومی افکارو له نظره له کمزورتیا او ناکارندوالی باندې تورن دي ، نو ځکه د ډیورینډ کرښې په اړه د دغه هیواد د خلکو د سرې کرښې په ارتباط بی پامی ځان لپاره د ستر کړکیچ سرچینه بولی او په همدې دلیل حاضر ندي په دې اړه نرمښت وښی .

له دې سره سره چی دا احتمال موجود وو چی طالبان په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې له دغې ډلې د پاکستان د بیا بیا ملاتړونو په دلیل د پاکستان غوښتنې ومني خو دغه ډله چمتونده له اسلام اباد سره د ملګرتیا او سیاسی ملاحظاتو په دلیل خپل موقعیت په خطرې کې واچوی .