پاکستان د ایران د وارداتي وریجو برابرولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110690-پاکستان_د_ایران_د_وارداتي_وریجو_برابرولو_ته_تیار_دی
د پاکستان د خوراکي امنیت د چارو وزیر وايي چې هیواد یې د ایران د اړتیا وړ ټولې وریجې پوره کولې شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2022 04:16 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران د وارداتي وریجو برابرولو ته تیار دی

د پاکستان د خوراکي امنیت د چارو وزیر وايي چې هیواد یې د ایران د اړتیا وړ ټولې وریجې پوره کولې شي

سید فخر امام په پاکستان کښې د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په کرهڼیزو محصولاتو باندې د وارداتي ټیرف د ختمولو لپاره د ایران د وړاندیز په هرکلي سره وویل: پاکستان د وریجو، امونو، پيازو، الوګانو، کبانو او ژوندیو څارویو د صادرولو ډیره توانمني لري.

دغه پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کښې د اته میلیون ټنه وریجو تولید ته په اشارې سره وویل چې پاکستان د ایران د اړتیا وړ ټولې وارداتي وریجو پوره کولې شي.

هغه په اسلامي آباد کښې د ایران له سفیر سره په خبرو کښې، له ۱۹۴۷ کال څخه د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو په قدرونې سره وویل: ایران وړومبنې هیواد و چې له خپلواکۍ وروسته یې پاکستان په رسمیت وپیژنده.

پاکستان کښې د ایران سفیر هم د پاکستان د خوراکي چارو د وزیر د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.

سید محمد علي حسیني هم داشان وویل چې ایران، پاکستان ته ۱۰۴ میګاواټه بریښنا صادروي او د دواړو هیوادونو ترمینځ ۹۰۰ کیلومیټره ګډې پولې ته په پام سره دواړه هیوادونه له دې فرصته د خپلو سوداګري او اقتصادي اړیکو د پياوتیا لپاره ګټه پورته کولې شي.