پاکستان شپږ تنه ایراني زندانیان خوشې کړل
د پاکستان د ساحلي ګارډ له خوا د څلورو ملاحانو په شمول شپږ تنه نیول شوي ایراني ښاریز په کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ د هلوځلو په نتیجه کښې آزاد شوي او هیواد ته راستانه شول
د پاکستان د ساحلي ګارډ له خوا د څلورو ملاحانو په شمول شپږ تنه نیول شوي ایراني ښاریز په کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ د هلوځلو په نتیجه کښې آزاد شوي او هیواد ته راستانه شول
دغه کسان د پاکستان سمندري حدودو ته بې له اجازې د ننوتلو په تور د پاکستان د ساحلي ګارډ په لاس نیول شوي وو او څو میاشتې یې د پاکستان په زندان کښې تیرې کړې.
دغه کسان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ د سفارتي هلوځلو په نتیجه کښې په تیرو دوو اونیو کښې په دوو مرحلو کښې آزاد شوي او د ایران ایر په الوت کښې تهران ته رامنتقل شوي دي.