پاکستان شپږ تنه ایراني زندانیان خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110790-پاکستان_شپږ_تنه_ایراني_زندانیان_خوشې_کړل
د پاکستان د ساحلي ګارډ له خوا د څلورو ملاحانو په شمول شپږ تنه نیول شوي ایراني ښاریز  په کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ د هلوځلو په نتیجه کښې آزاد شوي او هیواد ته راستانه شول
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 10, 2022 02:00 Asia/Kabul
  • پاکستان شپږ تنه ایراني زندانیان خوشې کړل

د پاکستان د ساحلي ګارډ له خوا د څلورو ملاحانو په شمول شپږ تنه نیول شوي ایراني ښاریز  په کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ د هلوځلو په نتیجه کښې آزاد شوي او هیواد ته راستانه شول

د پاکستان د ساحلي ګارډ له خوا د څلورو ملاحانو په شمول شپږ تنه نیول شوي ایراني ښاریز  په کراچۍ کښې د ایران د کنسولګرۍ د هلوځلو په نتیجه کښې آزاد شوي او هیواد ته راستانه شول

دغه کسان د پاکستان سمندري حدودو ته بې له اجازې د ننوتلو په تور د پاکستان د ساحلي ګارډ په لاس نیول شوي وو او څو میاشتې یې د پاکستان په زندان کښې تیرې کړې.

دغه کسان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ د سفارتي هلوځلو په نتیجه کښې په تیرو دوو اونیو کښې په دوو مرحلو کښې آزاد شوي او د ایران ایر په الوت کښې تهران ته رامنتقل شوي دي.