پاکستان: طالبانو د اغزن تار لګولو هوکړه کړې ده
طالبانو د شیخ رشید په ګډون د افغانستان په اړه د نورو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ويلي، چې طالبانوپر ډیورنډ کرښې يې د اغزن تار د لګولو په اړه هوکړه ورسره کړې ده.
نوموړي په يوه خبري ناسته کې د دغه اغزن تار په اړه زياته کړې چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې پر څه باندې دوه نيم زره کيلومتره سیمې دغه تار لګولی او تر ۲۱ کيلو متره نور کار يې پاتې، چې د طالبانو په خوښه يې چارې روانې دي.
پاکستاني وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې طالبانو د دې اغزن تار د لګولو مخالفت کړی دی.
ډ ډيورنډ کرښې د څېرمه يو شمېر سيمو اوسېدونکي بيا وايي، چې طالبان عملآ نه يوازې دا چې د اغزن تار د لګولو مخالف نه دي، بلکې د ځايي خلکو ته هم د دغه تار د لګولو پر وړاندې د مخالفت اجازه نه ورکوي.
طالبانو د شیخ رشید په ګډون د افغانستان په اړه د نورو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون ويلي، چې افغانستان ته به په مختلفو برخو کې خپل «متخصصين» واستوي څو له طالبانو سره د حکومتي چارو په مخته وړلو کې مرسته وکړي.