پاکستان کښې کورونا بیا په زیاتیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111212-پاکستان_کښې_کورونا_بیا_په_زیاتیدو_ده
په پاکستان کښې په کورونا وایرس د ککړو کسانو او له امله یې د وژل شویو د شمیر زیاتیدو اندیښنې زیاتې کړې دي
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Jan 19, 2022 04:10 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې کورونا بیا په زیاتیدو ده

په پاکستان کښې په کورونا وایرس د ککړو کسانو او له امله یې د وژل شویو د شمیر زیاتیدو اندیښنې زیاتې کړې دي

پاکستان کښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کرونا له امله د لسو کسانو په مړینې سره د دغې وبا دوباره راپورته کیدو د پاکستان خلک او روغتیايي مسئولان اندیښمن کړي دي.

پاکستان کښې له کرونا سره د مبارزې د مدیریت او عملیاتو د ملي کمیټې د رپورټ له مخې، په کراچۍ کښې کرونا له کنټروله وتلې ده.

په تیر شواروز کښې په دغه هیواد کښې ۵ زره او ۳۴ کسان په کرونا ککړ شوي دي.