په پاکستان کې د ماشومانو د ګوځڼ واکسینشن پيل شو
د پاکستان په پخوانیو قبایلی سیمو کې د ترهه ګرو عواملو په وسیله د واکسینشن پر ټیمونو حملې او له واکسینشن وروسته د ماشومانو د مړینې د پروپيګنډو دخوریدا په دلیل د ماشومانو له واکسینشن سره د مورپلار مخالفت ، هغه دلیلونه دي چې پاکستان د هغو هیوادونو په ټول کې شامل دی چې تر دې دمه نه دی توانیدلی ، دغه ناروغي له جرړو وباسي .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، په پاکستان کې د نوي میلادي کال د ماشومانو د ګوځڼ ضد واکسینشن لومړنی ملی کمپاین پرون په څلورو واړو صوبو کې پيل شوی او ټاکل شوې ده د واکسینشن یو سلو پنځوس روزل شوي ټيمونه کابو څلورویشت اعشاریه څلور میلیون هغه ماشومان چې عمرونه ئې له پنځو کلونو کم وي واکسنه کړي .
په روغتیائي چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، پاکستان په تیر ۲۰۲۱کال کې له څو کلونو مخکې سره په پرتله کې په دوامدار ډول د ګوځڼ ناروغۍ لا کم موردونه ثبت کړي او له دې امله نه غواړو ،دغه فرصت له لاسه ورکړو او هیله مند یوو چې په هوښیارۍ ، دوام او دقیقې پلانونې سره په نهایت کې ددغې ناروغۍ جرړه وچه کړو .