د پاکستان مشرانوجرګې له ایران سره د مسافری ریل ګاډومسوده تصویب کړه
د پاکستان دمشرانو جرګې استازو د سیمه یزو ریلي ملګرتیاؤ په تیره بیا د کویټه زاهداان دمسافری ریل ګاډي د تلوراتلو لپاره له اسلامی ایران سره د نزدې تعامل د پیاوړتیا په ملاتړ سره په یوه خوله د واکمن ګوند دا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب کړ .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دپاکستان مشرانو جرګې دیوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلي ملګرتیاؤ او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ او د تجارتی چارو د آسانولو په موخې سره د مسافری ریل ګاډي د تګ راتګ د پراختیا په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړ .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د ولسی ارتباطاتو د پراختیا د ضرورت او له ګاونډیانو سره د ریلي ټرانسپورټ د پراختیا په اهمیّت مشتمل پریکړه د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف دیوه غړي سناتورذیشان خانزاده په وسیله په اسلام اباد کې د دغه هیواد مشرانو جرګې په پرونۍ ناستې کې وړانډې شو .
د پاکستان دمشرانو جرګې استازو د سیمه یزو ریلي ملګرتیاؤ په تیره بیا د کویټه زاهداان دمسافری ریل ګاډي د تلوراتلو لپاره له اسلامی ایران سره د نزدې تعامل د پیاوړتیا په ملاتړ سره په یوه خوله د واکمن ګوند دا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب کړ .
دپاکستان د ریلوې د چارو وزیر اعظم خان سواتي له دې مخکې د اسلام اباد –تهران – استانبول رتمینځ د ایکو کنټینري ریل ګاډي د بیرته فعالیت، د خپل اوسني حکومت لپاره یوه ستره بریا بللې او وئيلي ئې دي ، د ایکو ریل په سیوري کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلی ټرانسپورټ او د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا د حکومت په جدي ایجنډا کې شامله ده . هغه د ایکو کنټینري ریل ګاډي د افتتاح په ښو نتیجو بانډې په ډاډ څرګندولو سره ټينګار کړی ، هغه وخت لیرې نه دی چې د ایکو ریلی کریډور ترسیوري لاندې به د ایران او پاکستان ترمینځ مسافری ریل ګاډی هم حرکت وکړي .