د ایران د انقلاب د اغیزو په هکله د پاکستاني پوهاند نظر
د پاکستان یو پوه د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه څلور لسیزې وروسته دغه ولسي پاڅون د اسلامي نړۍ د بنیادونو د پياوړتیا زمینه جوړونکی وباله
د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه او د ځوانانو د غورځنګ مشر محمد عبداله ګل پرون د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې کلیزې په درشل کښې دغه انقلاب د اسلامي نړۍ پياوړونکی وباله.
هغه وویل چې په ایران کښې انقلاب، اسلامي نړۍ لا پیاوړې کړه. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې د اسلام دښمنان د هغه د څیرې د خرابولو لپاره منفي تبلیغات او پروپیګنډې کوي خو نه دي توانیدلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف خپل پلانونه عملي کړي او اسلامي انقلاب خپلې ترقۍ او لوړاوي ته دوام ورکوي.
محمد عبداله ګل زیاته کړه: د امام خمیني(رح) په مشرۍ اسلامي انقلاب تر یو ولس پورې محدود نه و بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره و او نن سبا د اسلامي انقلاب په پيغام باندې د هغه په خبرې او حقیقي روح سره پوهیدل ضروري دي.