پاکستان کښې د سکرو ډبرو ترټولو ستر معدن وموندی شو
د پاکستان حکومت په داسې حال کښې د سکرو د یو ستر معدن د موندل کیدو خبر ورکړ چې د نړۍ هیوادونه د موسمي بدلونونو د کانفرنس د پریکړو له مخې د فُسیلي سونګو د استعمال کمولو ته اړ شوي دي
د ځمکې د تاودوخې او د ژواک چاپیریال د تاواني بدلونونو د کمولو لپاره د هلوځلو په دوام کښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوه کاله مخکښې د موسمیاتي بدلونونو د کاري ډلې په غونډه کښې، په ټول پاکستان کښې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ۳۰ فیصده ګاډو الیکټریکي یا بریښنايي کولو ته د خپل حکومت د هوډ خبر ورکړی و.
د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني چارواکو پرون وویل چې د چینیانو په مرسته یې په سویلي صوبې سِند کښې د سکرو د ډبرو ترټولو ستر معدن معلوم کړی دی.
په دغه تازه موندل شوي کان کښې د موجودو سکرو اندازه تقریباً ۳ میلیارډ ټنه اټکل شوې چې د اومو تیلو د ۵ میلیارډ بیرلو برابري کوي.