له اسرائيلو سره په ګډ فوځي مشقونو باندې د پاکستانيانو احتجاج
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112464-له_اسرائيلو_سره_په_ګډ_فوځي_مشقونو_باندې_د_پاکستانيانو_احتجاج
د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي مشرانو د صهيونېسټ رژيم په شتون سره په ګډو فوځي مشقونو کښې د پاکستاني سمندري ځواک په ګډون احتجاج وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2022 02:15 Asia/Kabul
  • له اسرائيلو سره په ګډ فوځي مشقونو باندې د پاکستانيانو احتجاج

د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي مشرانو د صهيونېسټ رژيم په شتون سره په ګډو فوځي مشقونو کښې د پاکستاني سمندري ځواک په ګډون احتجاج وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان پيپلز پارټۍ، د نواز مسلم ليګ، جماعت اسلامي، شيعه علماء کونسل، مجلس وحدت مسلمين، جمعيت علماء پاکستان او فلسطين فاونډېشن په شمول د دغه هېواد د سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو په يوې بيانيه کښې په دې اړه د حکومت د وضاحت کولو غوښتنه وکړه.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي: په هره سطح کښې له اسرائيلو سره ملګرتيا د پاکستان د اسلامي جمهوريت د ائيډيالوجۍ نفي ده.

پاکستاني مشرانو تاکيد وکړ، عربي نړۍ له دې مخکې له اسرائيلو سره د دوستانه تعلقاتو په ټينګولو سره له اسلامي امت سره خيانت وکړ، خو پاکستان يو خپلواکه هېواد دے چې بهرني سياستونه يې په اسلامي اصولو ولاړ دے او د هيڅ يو هېواد ترتاثير لاندې نه دے.

پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونو او ډلو واضحه کړه، پاکستان به هيڅکله اسرائيلي رژيم په رسميت ونه پېژني نو ځکه اسلام آباد پکار دے د صهيونېسټ رژيم په شتون سره په فوځي مشقونو کښې په ګډون باندې د دغه هېواد د مسلمانانو سخته اندېښنه درک کړي.