ایران له پاکستان سره په پولې کې دبیخ بینائیو د پراختیاملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112484-ایران_له_پاکستان_سره_په_پولې_کې_دبیخ_بینائیو_د_پراختیاملاتړ_کوي
له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا  دایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان  او حکومت کې دغه کلکه اراده  شته ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2022 09:47 Asia/Kabul
  •  ایران له پاکستان سره په پولې کې دبیخ بینائیو د پراختیاملاتړ کوي

له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا  دایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان  او حکومت کې دغه کلکه اراده  شته ده .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امیر آبادي فراهاني  په تهران کې د پاکستان د ولسی جرګې له مرستیال مشر قاسم خان سوري  او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ووئيل ،  دایران  اسلامی شورا  د ایران او پاکستان په پولې کې د ګډو بازارچو  دجوړړولو او د سرحدي  ګمرکاتو د زیاتولو  ملاتړ کوي .

هغه زیاته کړې ،  له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا  دایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان  او حکومت کې دغه کلکه اراده  شته ده .

د ایران او پاکستان دپارلیماني دوستۍ د ډلې مشر  همداراز ، د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او د ایران او پاکستان  دامنیتي مسئولانو ترمینځ  د لازیاتې غږملتیا  د  ضرورت اهمیّت ته  په اشارې سره ووئيل ، د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې له ترهه ګرو ډلو سره مقابله ، دنشه ایزو موادو ، د شیانو دقاچاق  او دغه راز د سونګو  د قاچاق مخنیوی  یوه حیاتي او ضروري چاره ده .

امیر آبادي فراهاني  پاکستان ته دایران د ګیسو د پایپ لاین داجرائي کیدا په باب هم ووئيل ،  دګیسو د منتقلونکي پایپ لاین اجرائي عملیات پاي ته رسیدلي  دي  او د پاکستان چارواکي باید دخپلو ژمنتیاؤ د اجرائي کولو لپاره عملی ګامونه پورته کړي .

دپاکستان د ولسی جرګې مرستیال مشر قاسم خان سوري هم  په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ ، ګډو دیني ، تاریخي ، مذهبی ، کلتوري  او مځکنیو مشترکاتو  مخینه د  تاریخ په اوږدو کې د ایران او پاکستان د پیوند او  داړیکو د پیاوړتیا عامله وبلله او د ایران او پاکستان د ولسی ، تجارتي ، کلتوري او پارلیماني اورګانونو ترمینځ  د ارتباطاتو پر اهمیّت په ټينګار سره ئې  ووئيل ،  د پاکستان ، حکومتي ،پارلیماني او پوځي چارواکي  په مختلفو حوزو کې  له تهران سره د نزدوملګرتیاؤ  د پراختیا او پیاوړتیا  غوښتونکي دي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان د دواړو هیوادونو ترمینځ دنوو سرحدي لارو د پرانیستو  دبهیر  هرکلی کوي روښانه کړه ،  د ټوریزم په تیره بیا د پاکستانیو زیارتوالو  د تګ راتګ د آسانولو په زمینې کې  د  پاکستان او ایران د ملګرتیاؤ د سوئې د لوړتیا هڅه کوو .

 داپه داسې حال کې دي چې  ایران ته د  پاکستان د ولسی جرګې د مرستیال مشر   له سفر سره په یووخت  د پاکستان د لاهور  د تجارتي کوټې  یو لوړ پوړی تجارتي پلاوی هم له څو ورځو راهسې  په ایران کې دی څو له ایرانیو تجارتی  اورګانونو او تاجرانو سره  د تجارتي چارو  او دملګرتیاؤ د پراختیاپه اړه ورسره  خبرې اترې وکړي .

Image Caption