په کراچۍ کې دایرانیانو په شتون سره تجارتی نندارتون جوړیږي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112686-په_کراچۍ_کې_دایرانیانو_په_شتون_سره_تجارتی_نندارتون_جوړیږي
د پاکستان د سوداګرۍ د چارو دریم نړیوال نندارتون  د ایران د اسلامی جمهوریت د اتو شرکتونو په شتون سره  سبا د پاکستان داقتصاد دزړه په توګه په کراچۍ ښار کې ترسره  کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې دایرانیانو په شتون سره تجارتی نندارتون جوړیږي 

د پاکستان د سوداګرۍ د چارو دریم نړیوال نندارتون  د ایران د اسلامی جمهوریت د اتو شرکتونو په شتون سره  سبا د پاکستان داقتصاد دزړه په توګه په کراچۍ ښار کې ترسره  کیږي .

د ایران او پاکستان دغه نندارتون ، ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت دزیاتولو لپاره یو ښه فرصت کیدلی شي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان په کراچۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول  حسن نوریان  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل په  دغه درې ورخني نړیوال نندارتون کې  چې تر یکشنبې ورځې پورې به دوام ولري ، ایراني شرکتونه،د خوراکي موادو،میټایانو،چاکلیټو،روغتیائي تجهیزات،او د کورونو لوازماتو په زمینې کې خپل محصولات نندارې ته وړانې کوی .

په کراچۍ کې د ایران سرکنسول  زیاته کړې ، په لړم میاشت اویا اکتوبر کې د کراچۍ  دماشین د آلاتو او تجهیزاتو  په اولسم نندارتون کې د ایرانیو شرکتونو له اوڅاره شتون  او  د  ایران دشرکتونو له سټالونو د تاودۀ هرکلی پسې ، په ختیځي  ګاونډ کې په نورو نړیوالو پيښو کې د ایرانیو شرکتونو داستازو او شرکتونو بیا شتون به ، له ګاونډیانو سره د اقتصادي ملګرتیاؤ دپراختیا  لپاره  یو نوی ګام  وي .

 هغه همداراز په نندارتونونو کې  دشتون لپار له اغیزشیندونکو فرصتونو څخه  د استفادې او ایران او پاکستان ترمینځ  داقتصادي او تجارتي فعالیتونو دپراختیا په چوکاټ کې د پاکستان په کراچۍ کې  د ایران د سرکنسولګرۍ  هلوځلو ته په اشارې سره ، هیله وښودله ، دپاکستان تجارتي نړیوال نندارتون ، دیوه بل له ظرفیّتنوو څخه  ددواړو هیوادونو له استفادې سره مرسته کوي .

ایران او پاکستان  د تجارتي مبادلاتو په زمینې کې  دیوه بل بشپړونکي حسابیږي ، چې د شیانو د ټرانسپورټ  د محصولاتو د وړو راوړو ، دټرفونو دکمولو  او دسرحدي بازارچو د جوړولو پشمول  دملګرتیاؤ په پراختیا سره  د غه اړیکې لاپراخیدلی شي .