د پاکستان لوړروتبه پوځي پلاوی د ایران دحربی پوهنتون کتنه وکړه
د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان له پراخو او ژورو اړیکو برخمن دي ، او دوواړو ګاونډیو هیوادونو د سیاسی اوپوځي لوړروتبه چارواکو لیده کاته په دوامدار ډول ترسره کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان دپوځ یوۀ لوړروتبه پلاوي نن په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دلوئې درستیزو الۍ (دافوس) حربی یا میلیټري پوهنتون کتنه وکړه .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د لوئې درستیز والۍ پوهنتون(دارفوس) په ۱۳۱۲لمریز کال کې تاسیس شوی او د مځکني ، هوائي ، هوافضا دفاع ، ځنګلونو او سایبر جنګ په مختلفو څانګو کې د لوئې درستیزوالۍ محصیلینو په روزلو بوخت دی.
په راپور کې وئيل شوي دي د محصیلینو د مبادلو،څيړنیزو او روزنیزو ملګرتیاؤ لوړتیا د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د حربی پوهنتون له کمپلیکس څخه د پاکستان دپوځ دلوړروتبه پلاوي دلیدوکاتو موخې دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دلوئې درستیز والۍ دحربی پوهنتون قوماندان تورن جنرال حسین ولی وندزماني دپاکستان دپوځي پلاوي په دغې کتنې کې ملګرتیا وکړه .
د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان له پراخو او ژورو اړیکو برخمن دي ، او دوواړو ګاونډیو هیوادونو د سیاسی اوپوځي لوړروتبه چارواکو لیده کاته په دوامدار ډول ترسره کیږي .