د پاکستان لوړروتبه پوځي پلاوی د ایران دحربی پوهنتون کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112758-د_پاکستان_لوړروتبه_پوځي_پلاوی_د_ایران_دحربی_پوهنتون_کتنه_وکړه
د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان  له پراخو او ژورو اړیکو برخمن دي ، او دوواړو ګاونډیو  هیوادونو د سیاسی اوپوځي لوړروتبه چارواکو لیده کاته په دوامدار ډول ترسره کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2022 10:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان لوړروتبه پوځي پلاوی د ایران دحربی پوهنتون کتنه وکړه

د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان  له پراخو او ژورو اړیکو برخمن دي ، او دوواړو ګاونډیو  هیوادونو د سیاسی اوپوځي لوړروتبه چارواکو لیده کاته په دوامدار ډول ترسره کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان  دپوځ یوۀ لوړروتبه پلاوي نن په تهران کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ  دلوئې درستیزو الۍ (دافوس) حربی یا میلیټري  پوهنتون کتنه وکړه .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د لوئې درستیز والۍ پوهنتون(دارفوس) په ۱۳۱۲لمریز کال کې تاسیس شوی او د مځکني ، هوائي ، هوافضا دفاع ، ځنګلونو او سایبر جنګ  په مختلفو څانګو کې د لوئې درستیزوالۍ محصیلینو په روزلو بوخت  دی.

په راپور کې وئيل شوي دي د محصیلینو د مبادلو،څيړنیزو او روزنیزو ملګرتیاؤ لوړتیا   د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د حربی پوهنتون له کمپلیکس څخه د پاکستان دپوځ دلوړروتبه پلاوي دلیدوکاتو موخې دي . 

د ایران د  اسلامی جمهوریت د پوځ دلوئې درستیز والۍ  دحربی پوهنتون  قوماندان تورن جنرال حسین ولی وندزماني  دپاکستان دپوځي پلاوي په دغې کتنې  کې ملګرتیا وکړه .

د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان  له پراخو او ژورو اړیکو برخمن دي ، او دوواړو ګاونډیو  هیوادونو د سیاسی اوپوځي لوړروتبه چارواکو لیده کاته په دوامدار ډول ترسره کیږي .