د کراچۍ په نړیوالو نندارتون کې ایرانی شرکتونه فعال شتون لری 
(last modified Sat, 26 Feb 2022 09:29:17 GMT )
Feb 26, 2022 13:59 Asia/Kabul
  • د کراچۍ په نړیوالو نندارتون کې ایرانی شرکتونه فعال شتون لری 

د جنوبی آسیا د مصرفي محصولاتو دریم نړیوال نندارتون  د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د بهرنیانو  دڅه دپاسه   اتیاؤ شرکتونو په شتون سره  دترسره کیدا په حال کې دی . 

د جنوبی آسیا د مصرفي محصولاتو دریم نړیوال نندارتون  د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د بهرنیانو  دڅه دپاسه   اتیاؤ شرکتونو په شتون سره  دترسره کیدا په حال کې دی . 

 ایران پریس راپور ورکړ،  دپاکستان په کراچۍ  کې په دغه  نړیوال نندارتونو کې د ایران اته برلاسه شرکتونه د  خوراکي شیانو  ،دکوروسایلو ، د سنګار د شیانو او دغه راز د وینځلو د محصولاتو په وړاندې کولو سره  فعال شتون لري .

 دغه نندارتون دایران ،پاکستان او انډونیشیا په ځانګړي ملګرتیا سره جوړ شوی دی .

د پاکستان په کراچۍ بندری ښار کې د جنوبی آسیا د مصرفی شیانو  دریم نړیوال نندارتون، د پاکستان او د جنوبی آسیا سیمې نورو هیوادونو بازار ته د ا یران د باکیفیّته مصروفي محصولاتو دمعرفي کول لپاره ښه فرصت دی .

ایران او پا کستان ، په ګډو پولو او ډیرو مشترکاتو  سره  داقتصادي ملګرتیا د پراختیا لپاره له ډيرو ښو فرصتونو برخمن دي او  دکراچۍ په نړیوال نندارتون کې د ایران فعال شتون  د ا یرانیو شرکتونو لپاره د پاکستان  د بازار  داهمیّت ښودنه کوي .

 د جنوبی آسیا د مصرفي  محصولاتو دریم نړیوال نندارتون پرون په کراچۍ کې پرانیستل شوی او تر سبا پورې به دوام ولري .  

Image Caption