پاکستان کښې بم چاودنې درې کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112964-پاکستان_کښې_بم_چاودنې_درې_کسان_وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې په فاطمه جناح روډ کښې د پولیسو یوه ګاډي ته نږدې په بم چاودنه کښې د پولیسو د یوه افسر په شمول درې کسان وژل شوي او څلرویشت نور ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 03, 2022 06:21 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې بم چاودنې درې کسان وژلي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې په فاطمه جناح روډ کښې د پولیسو یوه ګاډي ته نږدې په بم چاودنه کښې د پولیسو د یوه افسر په شمول درې کسان وژل شوي او څلرویشت نور ژوبل شوي دي .

دغه بم چاودنه بیګا د شپې اوه بجې شوي ده او پکښې کابو دوه نیم کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي دي .

په دریو وژل شویو کسانو کښې د پولیسو یو افسر یعني ډي ایس پي هم شامل دی  .

د پاکستان بلوچستان صوبه هم د ډیرو ترهګرو ډلو د فعالیتونو اصلي مرکز ګڼل کیږي او په دغه صوبې کښې په لسګونو ترهګرې ډلې په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي او خلک وژني .