په پیښورکې په جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113014-په_پیښورکې_په_جومات_کې_چاودنې_لسګونو_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
د پیښور په لیډی ریډنګ روغتون کې بیړنې حالت اعلان شوی دی ځکه چی زخمیان نوموړی روغتون ته منتقل شوی دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2022 10:13 Asia/Kabul
  • په پیښورکې په جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پیښور په لیډی ریډنګ روغتون کې بیړنې حالت اعلان شوی دی ځکه چی زخمیان نوموړی روغتون ته منتقل شوی دي .

زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله ر اپور راکوی چی دغه چاودنه د پاکستان د پیښور په کوچه رسالدار کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه په وخت وشوه چی پکې تراوسه لږ تر لږه ۵۰کسان شهیدان او سل کسان ژوبل شوی دي چی د ځینو حالت نازک راپور شوې دې .

د پاکستان مرستندویه ادارې د کوڅو د تګ والي په وجه په مرستندویه کارونو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي . د پیښور په لیډی ریډنګ روغتون کې بیړنې حالت اعلان شوی دی ځکه چی زخمیان نوموړی روغتون ته منتقل شوی دي .

د پاکستان امنیتی ځواکونو سیمه کلابنده او پلټنې یې پیل کړی دي .خو لمړنی راپورونه ښی چی چاودنه ځان مرګی حمله وه . دوو ترهه ګرو په جومات کې د ورداخلیدا هڅه کوله چی په دروازه موجودو دو پولیسو سره ښکیل شول چی یو پولیس پکې ووژل شو او بل ژوبل شو او بیا ترهه ګر جومات ته ورداخل شول . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دغه چاودنه غندلی ده . د پاکستان چارواکی اکثره له دغسې حملو وروسته هغه غندی خو بیا د ترهه ګرو د جرړه ویستلو لپاره جدی اقدامات نه ترسره کوی . 

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې شیعیانو پرضد هدفمنې وژلې زیاتې شوی دي .