د ایران د اسلامي کلتوروزارت د پاکستان چاودنه وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي کلتور او د ارتباطاتو ادارې مشر حجت الاسلام مهدي ایماني پور د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې حملې په غندلو سره د وژل شویو کسانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت سره خواخوږي اعلان کړه .
هغه د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د بوږنونکي ترهګرې بم چاودنې په هکله وویل یوځل بیا د مومنانو د اتفاق او د وحدت دښمانانو د جمعې د لمانځه په وخت بې ګناه مسلمانان په وینو کښې لیت پیت کړل .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم د پاکستان د شیعه مسلمانانو په جومات ترهګره حمله د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو په هدف سره وبلله او هغه یې په کلکه وغندله .
د پاکستان د پیښور د قصه خوانۍ بازار په خوا کښې په کوچه رسالدار سیمه کښې په تیرې جمعې ورځې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې په بم چاودنې کښې تراوسه له دریو شپیتو(۶۳) زیات کسان وژل شوي او څه د پاسه دوه سوه (۲۰۰)نور ژوبل شوي چیرې یوشمیر پکښې مرګي حاله دي .
په پاکستان کښې له اکثره ترهګرو ډلو سره سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ،امریکا، انګلستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه مرستې کوي .
په پاکستان کښې په لسګونو ترهګرې ډلې په ډيرې ازادۍ سره ټروریسټ فعالیتونه کوي ، بم چاودنې کوي او په رڼا ورځ خلک وژني خو پرضد یې هیڅ ډول اغیز شیندونکي اقدامات نه ترسره کیږي چې واضح مثال یې د پیښور د تیرې جمعې ترهګره بم چاودنه ده .