په پاکستان کې د نوروز نړیوال فیسټوال ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113652-په_پاکستان_کې_د_نوروز_نړیوال_فیسټوال_ترسره_شو
د نوروز دغه نړیوال فیسټوال په اسلام اباد کې د اسلامی ایران د کلتوری سلاکار ،نورو بهرنیو ډیپلوماټانو ، د رسندویو کسانو او بیلا بیلو پرګنو په شتون سره ترسره شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2022 02:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د نوروز نړیوال فیسټوال ترسره شو

د نوروز دغه نړیوال فیسټوال په اسلام اباد کې د اسلامی ایران د کلتوری سلاکار ،نورو بهرنیو ډیپلوماټانو ، د رسندویو کسانو او بیلا بیلو پرګنو په شتون سره ترسره شو .

د ایرنا له راپور سره سم د نوروز دغه نړیوال فیسټوال په اسلام اباد کې د اسلامی ایران د کلتوری سلاکار ،نورو بهرنیو ډیپلوماټانو ، د رسندویو کسانو او بیلا بیلو پرګنو په شتون سره ترسره شو .

 له بلي خوا په ایران کې د یونیسکو دملی کمیشن عمومی منشي  ټینګار کړی ،  دنوروز کاروان د نوروز ددستورو  داحیاء او ژوندي ساتلو لپارهاغیزشیندونکی دی او  د داخلی او بهرنیو ټوریسټانو د زیاتیدا لامل کیږي .

د ۱۴۰۱لمریز کال  د نوروز نړیوالې دستورې ، د یونیسکو  ملی کمیشن  له خوا  د نوروز د حوزې د ځينو ه یوادونو داستازو په شتون سره  په همدان ،کرمانشا او سنندج  درو ښارونو کې ترسره شوې .

Image Caption

 

په  ایران کې  د یونیسکو د ملی کمیشن عمومی منشي حجت ا...  له ایران پریس خبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې  ددغو پرتمینو دستورو  په باب ووئیل ، د نوروز  کاروان  خپل په زړه پورې او ښکلی او ولولناک سفر ، له تهرانه  په مختلفو برخو سره چې  د سنندجیانو د دبلې   له په زړه پورې سور  یو ځاي ؤ ، پيل کړ . ایوبي  زیاته کړه ، د نوروز دستورې او جشن ،  هغه  ښکلاوې او دودونه  چې ایرانیان ئې  دنوي کال په شپو ورځو کې لري ، دغو شپو ورځو د درستو نړیوالو توجه جلب کړې ده او  یوه ترټولو ښه  پلمه او فرصت دی څو نړیوالو ته دایراني کلتور د وړاندې کولو لپاره  اوحتی پخپله ایرانیانو ته د یوه نوي لاره ور معرفي کړو .

 په ایران کې د یونیسکو ملی کمیشن عمومی منشي   دغه راز ووئیل ،  همدان ، کرمنانشاه اوسنندج  درې ایراني نړیو ال ښارونه دي .

 یونیسکو سنندج ښار په موسیقۍ کې غوره ښار  او کرمانشا د غوره خواړو ښار په توګه معرفي کړي ، څو په نړیواله سویه ثبت شي  او د همدان ښار لپاره  هم د نړیوالې ثبتیدا لپاره د کاندید په توګه  لازم اقدامات روان دي .