مسلمانان باید د اسلامي ارزښتونو لپاره ګډه جبهه جوړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113756-مسلمانان_باید_د_اسلامي_ارزښتونو_لپاره_ګډه_جبهه_جوړه_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سیمه ییزو او نړیوالو چینلجونو باندې د غور لپاره د رول لوبولو او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو له ښکارندې سره د ډله ییز مقابلې د پیاوړي کولو لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې له ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره د متحدې جبهې د جوړولو او د فلسطین د ملاتړ په شمول د ګډو ایډیالونو د پیروۍ کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 00:18 Asia/Kabul
  • مسلمانان باید د اسلامي ارزښتونو لپاره ګډه جبهه جوړه کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سیمه ییزو او نړیوالو چینلجونو باندې د غور لپاره د رول لوبولو او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو له ښکارندې سره د ډله ییز مقابلې د پیاوړي کولو لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې له ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره د متحدې جبهې د جوړولو او د فلسطین د ملاتړ په شمول د ګډو ایډیالونو د پیروۍ کولو غوښتنه وکړه .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کښې د ملي پارلمان په انګڼ کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې غونډې د پرانیستلو په وخت وینا کښې د ملګروملتونو لخوا له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو له چارې سره  د مقابلې د نړیوالې ورځې په توګه د مارچ د میاشتې د پینځلسمې نیټې د ټاکلو د پریکړه لیک د تصویبیدا هرکلی وکړ .

عمران خان د مسلمانو ملتونو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو له توپیر څخه په ډکې کتنې او د اسلامي سپیڅلتیاو د سپکاوي لپاره له قوانینو او چارو څخه ناوړه استفادې باندې نیوکې سره وویل له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده یو  حقیقت دی او باید ورباندې غور وکړو .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل باید د اسلامي ارزښتونو  دفاع وکړو ، ځکه چې دغه ارزښتونه نن سبا له سختو ګواښونو سره مخامخ دي او مونږ باید له دغه دسیسې سره د مقابلې د پیاوړي کولو لپاره متحده جبهه جوړه کړو .

عمران خان دغه راز وویل  په افغانستان کښې پایداره ثبات او پیاوړی حکومت به  د نړیوالې ترهګرۍ د مخینوي یوازنۍ لاره وي .

Image Caption