پاکستان له طالبانو د اسلامي هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113758-پاکستان_له_طالبانو_د_اسلامي_هیوادونو_د_ملاتړ_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې په مسلمانو هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د طالبانو د هڅو ملاتړ وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 00:34 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو د اسلامي هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې په مسلمانو هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د طالبانو د هڅو ملاتړ وکړي .

هغه پرون په  اسلام اباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په اته څلویښتمې غونډې کښې د اسلامي هیوادونو استازیو ته په وینا کښې وویل یو سوله ییز ، باثباته او ښه افغانستان چې پراخ بنسټه حکومت او د بیلابیلو هیوادونو د اتصال او د ګنډل کیدا ټکی ولري زمونږ د ټولو په ګټه دی .

په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو وروسته امریکا چې تل د دغه ډلې ملاتړ کوي غړي د خپلو هدفونو د پوره کیدا لپاره افغانستان ته استولي دي .

د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د څو ټروریسټي بریدونو مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي .