پاکستان له طالبانو د اسلامي هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې په مسلمانو هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د طالبانو د هڅو ملاتړ وکړي .
هغه پرون په اسلام اباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په اته څلویښتمې غونډې کښې د اسلامي هیوادونو استازیو ته په وینا کښې وویل یو سوله ییز ، باثباته او ښه افغانستان چې پراخ بنسټه حکومت او د بیلابیلو هیوادونو د اتصال او د ګنډل کیدا ټکی ولري زمونږ د ټولو په ګټه دی .
په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو وروسته امریکا چې تل د دغه ډلې ملاتړ کوي غړي د خپلو هدفونو د پوره کیدا لپاره افغانستان ته استولي دي .
د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د څو ټروریسټي بریدونو مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي .