OICدې په اسلامی نړۍکې دصهیونیسټي رژيم دنفوذمخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113796-oicدې_په_اسلامی_نړۍکې_دصهیونیسټي_رژيم_دنفوذمخه_ونیسي
سعید خطیب زاده ووئيل ،ایران تل  د سوله ایزو رودو د کارولو  او دخبرواترو له لارې اسلامی ملګرتیاموسیسې له غړو هیوادونو سره داړونده  اختلافاتو او مسئلو  دحل  ملاتړ کړی دی .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • OICدې په اسلامی نړۍکې دصهیونیسټي رژيم دنفوذمخه ونیسي

سعید خطیب زاده ووئيل ،ایران تل  د سوله ایزو رودو د کارولو  او دخبرواترو له لارې اسلامی ملګرتیاموسیسې له غړو هیوادونو سره داړونده  اختلافاتو او مسئلو  دحل  ملاتړ کړی دی .  

 ایرنا خبری اژانس راپورو ورکړ ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ایران استازي سعید خطیب زاده  ټینګار وکړ ،اسلامی ملګرتیا موسیسه دې  په اسلامی نړۍ کې د صهیونیسټي رژيم د نفوذ مخه  ونیسي . 

سعید خطیب زاده  پرون ناوخته په اسلام اباد کې په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې  ووئيل ، له اسلامی هیوادونو سره د اړیکو دعادی کولو دسیاست د پرمخ بیولو  کې  د صهیونیسټ رژيم  او د هغو د اصلی ملاتړې  امریکا سپيرۀ سیاستونه ددغې موسیسې د ځينو غړو له ګروهنې او هرکلي سره  مخ دي او دا چاره  د اسلامی امت د وحدت او نیکمرغۍ د داغي کیدا لپاره  یوه خطرناکه چاره د ه .

 خطیب زاده زیاته کړه ،دخپل پلارنیکۀټاټوبي ته ددرستو فلسطینیانو بیرته ستنیدا او د قدس شریف په همیشنۍ پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت جوړیدا،هماغه راز باید په لو مړیتوب کې مطرح او دغه لوړ هدف ته رسیدا باید د درستو اقداماتو په سر کې شي .

 سعید خطیب زاده  همداراز ووئيل ،د فلسطین  خلک  دخپل ټاټوبو د بې رحمه نیواک له دوامه ډیر کړیږي  او ترټولو لومړنیو  انساني حقوقو څخه هم محروم دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت استازي دغه راز ووئيل ، اسلامی ملګرتیا موسیسه دې د اړیکو دعادي  کونې د منحوس سیاست د پرمخ بیولو په چارې کې  له هرډول سازباز کونکي اقدام  سره پر جدي مخالفت  مشتمل  دخپل همیشني دریځ باندې په ټينګار سره  ، دغه راز د اسلامی امت د وحدت او نیکمرغۍ د له مینځه وړونکي دغه آفت په ضد دې  ملموسي اقدامات  غوره کړي او  په اسلامی نړۍ کې دې د صهیونیسټي رژيم د نفوذ مخه ونیسي . د خطیب زاده په وینا ، ،د سازش کونکو  تاریخي تجروبه  ښئ  وحشي صهیونیسټي رژيم د فلسطین ا و  نورو اسلامی  هیوادونو په وړاندې ،  دهویّت له تباه کولو، ویشلو  او نیواکګرۍ، ناکراریو   او د خپلو مسلمانو متحدانو  لپاره له نابودۍ پرته بل هیڅ هدف نه لري او  له هر څه مخکې همدغو  سازشکارانو ، د اسلام د پاک دین  او قدس شریف  سره دخیانت  تریخ خوند څکلی دی . 

په دغې ناستې کې د اسلامی ایران استازي  روښانه کړه ،ایران  د افغانستان  له ولس سره په ملګرتیا او بشبړ یوزړتوب سره ،   موقته سرپرست  حکومت  دټول شموله  حکومت جوړیدا  او  دښځو   او ماشومانو د حقوقو د رعایتولو پشمول  د نړیوالو پيژندل شوو  ژمنتیاؤ پوره کولو ته هڅوي ، اسلامی ایران همداراز د سورئې د ولس دبشپړ  امنیت او هوساینې د تامینولو د ضرورت په ملاتړ سره ، دسورئې په ضد دصهیونیسټي رژيم  پوځي حملې په کلکه محکوم  کوي .

سعید خطیب زاده  همداراز ووئيل،ایران تل د سوله ایزو  رودو د کارولو او دخبرواترو له لارې ددغې موسیسې له غړو هیوادونو سره داړونده  اختلافاتو او مسئلو د حل  ملاتړ کړی دی.