په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر هلاک شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113800-په_افغانستان_کې_د_تحریک_طالبان_پاکستان_یو_مهم_کمانډر_هلاک_شو
د ټي ټي پي غیر قانوني ډلې برخلیک په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ،  داسلام  اباد دحکومت  په یوې اساسی موضوع بدل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 01:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر هلاک شو

د ټي ټي پي غیر قانوني ډلې برخلیک په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ،  داسلام  اباد دحکومت  په یوې اساسی موضوع بدل شوی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ ،  د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې  مخ پټو کسانو  د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي )ترهه ګرې ډلې  یو مهم کمانډر حکیم سندهي  په ټګه وژلی دی .

د ټي ټي پي غیر قانوني ډلې برخلیک په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ،  داسلام  اباد دحکومت  په یوې اساسی موضوع بدل شوی دی .

  دغه ډله  زیاتره د پاکستان په پخوانیو قبایلي سیمو  کې فعاله ده  او  په پاکستان کې د تاؤتریخوالو  دزیاتولو  مسئوله معرفی کیږي ، تحریک طالبان  پاکستان ړنګه شوي اوغیر قانوني ډله  نیّت لري ،  په افغانستان کې د خپلو  همسنګرو په پل   د پلۀ په کیښودلو سره په پاکستان کې د خپلې  خوښې شریعت پلی کړي .

د پاکستان  دسولې دمطالعاتو انسټیټیوت  د راپور په اساس ، تیر کال   دتحریک طالبان  پاکستان ترهه ګرو جنایتکارو  په دغه هیواد کې پنځه نوي ترهه ګرې حملې کړي دي ، چې  له امله ئې څه دپاسه یو سل څلویښت کسان وژل شوي دي .