د پاکستان واکمن ګوند نن ستره غونډه ترسره کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې د مارچ د میاشتې اوویشتمه نیټه د هیواد په تاریخ کښې مهمه ورځ ده .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجاب صوبې په کمالیه ښار کښې یوې غونډې ته په وینا کښې په پارلمان کښې د نا باور رایې له ترسره کیدا مخکې له خلکو وغوښتل چې نن په اسلام اباد کښې د تحریک انصاف واکمن ګوند په غونډې کښې پراخ ګډون وکړي .
هغه وویل د پاکستان ډیر خلک به نن د اسلام اباد په غونډې کښې ګډون وکړي چې مجرمامو ( د حکومت مخالفو ګوندونو ) ته دغه پیغام ورکړي چې د دوې د چورتالان او غلا کولو ورځې ختمې شوي دي .
د پاکستان لومړي وزیر له خلکو وغوښتل چې نن ورځ په اسلام اباد کښې د دوې په غونډې کښې پراخ ګډون وکړي .
عمران خان دغه تورونه بیا تکرار کړل چې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه د حکومت د پارلمان استازیو ته د میلیونو روپیو د رشوت د ورکولو وړاندیز کوي چې له حکومت څخه جلا شي .