عمران خان د امريکې لخوا وګواښل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114164-عمران_خان_د_امريکې_لخوا_وګواښل_شو
د پاکستان وزيراعظم پرون وويل چې د امريکې حکومت هغه ګواښلے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 01, 2022 07:50 Asia/Kabul
  • عمران خان د امريکې لخوا وګواښل شو

د پاکستان وزيراعظم پرون وويل چې د امريکې حکومت هغه ګواښلے دے.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د تېرې چارشنبې په ورځ له واکمن ائتلاف څخه د اصلي انډيوال ګوند له وتلو وروسته په پارلېمان کښې خپل اکثريت له لاسه ورکړ او څنګته کېدو ته نزدې شو.

د اېرنا د رپوټ له مخې عمران خان وويل: امريکې ګواښلے دے چې زما حکومت ختم کړي، ځکه چې ما ورسره ونه منل چې زمونږ په خاوره کښې فوځي اډې جوړې کړي.

د پاکستان وزيراعظم په دې باندې په تاکيد سره چې له خپل پوسټ څخه به استعفاء ورنه کړي ويل: امريکه زما د مخالفينو ملاتړ کوي، خو زۀ به تر آخره پوې لوبې ته دوام ورکوم او په پارلېمان کښې د رائې اخېستنې نتائجو ته به په طمه يم.

پاکستان په دې ورځو کښې د عمران خان د حکومت په خلاف د مخالفين د سختو احتجاجونو ډګر دے چې کېدې شي اوسنے وزيراعظم هم د دغه هېواد د خپلواکۍ له وخت نه د تېرو  وزيراعظمانو له برخليک سره مخامخ کړي په دا ډول چې ونه کړې شي د خپلې وزيراعظمۍ پينځه کلنه دوره پوره کړي.