عمران خان
امام حسین علیه السلام زمونږ د قدرت سرچینه دی
عمران خان: نن سبا چې مونږ د خیانت او فساد په وړاندې ولاړ یو نو زمونږ د قدرت سرچینه، امام حسین علیه السلام دی
د پاکستان وزیراعظم په پارلیمان کښې د خپلې کابینې خلاف د عدمِ اعتماد د طرحې د غونډې له پیلیدو مخکښې په یو ټویټ کښې ولیکل: نن سبا چې مونږ د خیانت او فساد په وړاندې ولاړ یو نو زمونږ د قدرت سرچینه، امام حسین علیه السلام دی.
عمران خان د پاکستان په پارلیمان کښې په ځان باندې د اعتماد د غونډې په درشل کښې د یو ټویټ په خپرولو سره له امام حسین علیه السلام څخه خپلې مثال اخیستنې ته اشاره وکړه.
هغه په دغه ټویټ کښې ولیکل: په کربلا کښې له هغه دښمن سره په مقابله کښې چې شمیر یې ډیر زیات و، امام حسین علیه السلام او د هغه اهل بیتو او منونکو خپل سرونه قربان کړل چې خلکو ته د حق او باطل فرق په ډاګه وښايي.
د ویلو ده چې د پاکستان په وزیراعظم عمران خان او د هغه په کابینې باندې د بې اعتمادۍ د طرحې د څیړنې دویمه غونډه د دغه هیواد په قومي اسمبلۍ (پارلیمان) کښې تیره پنجشنبه د اپوزیشن د ګډې جبهې د نمایندګانو په شتون سره ترسره شوه او د پارلیمان مرستیال مشر د دې غونډې دوام نن یکشنبې ته وځنډوه.