د پاکستان پارلیمان د عمران خان خلاف عدمِ اعتماد تحریک رد کړ
د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې اعتمادۍ تحریک مسترد کړ
د پارلیمان مرستیال مشر چې نن یې د دغه ارګان د ډیرې مهمې غونډې مشري کوله، د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد له خوا د عدمِ اعتماد تحریک، د هیواد د آئین خلاف وباله.
هغه وویل چې د بهرني هیواد هیڅ کس دا حق نه لري چې پارلیمان ته د عدمِ اعتماد تحریک راوړي او هیڅ بهرنی قدرت دا واک نه لري چې د پاکستان په چارو کښې لاسوهنه وکړي.
قاسم سوري د وزیراعظم خلاف د عدمِ اعتماد په تحریک باندې د رایو له اخیستنو انکار وکړ او د قومي اسمبلۍ غونډه یې تر نامعلومې مودې وځنډوله.
د ویلو ده چې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او د هغه د حکومت خلاف د مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا په ګډه د عدمِ اعتماد تحریک څو ورځې مخکښې پيل شوی او پارلیمان ته وړاندې شوی دی.
ویل کیږي چې د اپوزیشن له خوا دغه تحریک د امریکې په لمسه شروع شوی دی ځکه چې د عمران خان حکومت له امریکې سره ملګرتیا ته غاړه نه ږدي.