د عمران خان په وړاندیز
د پاکستان ولسمشر قومي اسمبلي ماته کړه
د پاکستان وزیراعظم په پارلیمان کښې د ځان خلاف د عدم اعتماد تحریک له ناکامه کیدو وروسته له ولسمشر عارف علوي وغوښتل چې پارلیمان منحل کړي او له وخته مخکښې انتخابات ترسره کړي
د پاکستان ولسمشر د وزیراعظم له وړاندیز سره موافقه وکړه او د قومي اسمبلۍ یا پارلیمان د منحلیدو حکم یې صادر کړ او په راتلونکو دریو میاشتو کښې یې د دوباره انتخاباتو د کولو امر وکړ.
د عمران خان د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران، وزیراعظم یو امنیتي خطر ګڼي. دغو کسانو وزیراعظم عمران خان په نړۍ کښې د پاکستان د یوازې پاتې کیدو عامل بللی دی او د هغه حکومت ماته خوړلې ګڼي.
خو له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم پرون د خپل حکومت د نسکورولو لپاره د یوې بهرنۍ دسیسي خبر ورکړ او ویې ویل چې د ده د څنګته کولو اقدام، د امریکې په ملاتړ سره په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو لپاره هڅه ده.