په پاکستان کښې سياسي بحران دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114352-په_پاکستان_کښې_سياسي_بحران_دوام_لري
د وزيراعظم عمران خان د څنګته کولو لپاره د پاکستان په سياسي چارو کښې د امريکې د مداخلت موضوع اسلام اباد له کم مخيني او دوامدار بحران سره مخامخ کړےدے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2022 03:03 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې سياسي بحران دوام لري

د وزيراعظم عمران خان د څنګته کولو لپاره د پاکستان په سياسي چارو کښې د امريکې د مداخلت موضوع اسلام اباد له کم مخيني او دوامدار بحران سره مخامخ کړےدے.

د روسيې او د يوکرائن د جنګ په وړاندې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دريځونه د هغۀ لپاره سرخوږي سبب شول د استازيو له رايو څخه مطمئن مخالفينو د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک پارلېمان ته يوړۀ خو په دغه اقدام کښې ناکام پاتې شول.

د عمران خان د وېنا له مخې د جنوبي او مرکزي اېشيا په چارو کښې د امريکې د خارجه وزارت مرستيال ډونالډلو د عمران خان د دريځونو په وجه هغه ته خبردارے ورکړ او حتی په څنګته کولو يې ګواښلے ؤ. په داسې حال کښې چې واشنګټن په ماجرا کښې د هر ډول مداخلت تکذيبوي. عمران خان د ډونالډ لو له ګواښ لرونکي خط له شتون څخه پرده اوچته کړې ده.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پارلېمان ماتول د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف ورزي وبلله او له سترې محکمې يې وغوښتل چې د عمران خان کودتا دې اودروي.

وزيراعظم عمران خان د هغه د څنګته کولو لپاره د مخالفينو له کوشش نه پس له ولسمشر غوښتلي وو چې پارلېمان دې مات کړي.مخالفين چې د عمران خان د څنګته کولو لپاره يې يو سل دوه اويا رايو ته ضرورت لرۀ له يو سل پينځه نوي رايو له لرلو څخه مطمئن وو.

خو د دغه هېواد د اطلاعاتو او قانون د وزير فواد چودهدري لخوا د عدم اعتماد د تحريک په وړاندې کولو کښې د امريکې لاس لرلو ته په اشارې سره   د پاکستان د پارلېمان له مرستيال مشر قاسم سوري چې  د عمران خان ملاتړ ورته حاصل دے وغوښتل چې له دې امله چې دغه مخالف استازي د بهرني ساز باز ښکار شوي دي او د هېواد له ګټو سره وفادار نه دي پاتې شوي د اساسي قانون د پينځمې مادې له مخې دې د رائې اخېستې مخه اونيسي، چې له دې وروسته قاسم سوري د عدم اعتماد د تحريک په ردولو سره د رائې اخېستنې مخنيوے وکړ.   

د پاکستان د پيپلز ګوند مشر په دوام کښې وويل، د وزيراعظم د څنګته کېدو لپاره يوازې يوه قانوني لار شته او هغه د عدم اعتماد تحريک دے

هغه په پارلېمان کښې د عدم اعتماد د تحريک لپاره د رائې اخېستنې مخنيوے د تحريک انصاف واکمن ګوند لپاره يوه سياسي خودکشي وبلله.

له بلې خوا د ولسمشرۍ دفتر د پارلېمان له ماتېدو وروسته د يوې بيانيې په صادرولو سره  وويل چې سرپرست وزيراعظم به د اساسي قانون له مخې د ولسمشر، د اوسني وزيراعظم عمران او د مخالفينو د مشر په مشورې سره وټاکل شي او په دې اړه دعمران خان تحريک انصاف لخوا د دغه هېواد د سترې محکمې د پخواني مشر قاضي ګلزار احمد نوم د وزيراعظمۍ لپاره وړاندې کړ خو د مخالفو ګوندونو لخوا تر اوسه هيڅ نوم نه دے وړاندې شوے، او د عمران خان او د پارلېمان د مرستيال مشر د اقدام په خلاف يې سترې محکمې ته شکايت وړے دے.

د مسلم ليګ نواز څانګې مشر شهباز شريف د عمران خان لخوا د پاکستان په سياسي چارو کښې د امريکې د مداخلت تور مشکوک بللے دے او عمران خان يې په هېواد کښې د فوځي حکومت د راوستلو لپاره په هڅې تورن کړے دے. خو د مخالفو ګوندونو د تور په اپوټه داسې ښکاري چې پاکستاني فوځ د تاوتريخوالو د کمولو کوشش کوي. د پاکستان د فوځ وياند بابر افتخار په دې اړه وويل، فوځ په پارلېمان کښې له رامنځته شويو بدلونونو سره هيڅ تعلق نه لري او په سياسي معاملو کښې بې طرفه دے.