د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک لغو کول غیرقانوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114480-د_عمران_خان_خلاف_د_عدم_اعتماد_تحریک_لغو_کول_غیرقانوني_دي
د پاکستان سترې محکمې په پرونۍ غونډه کښې د قومي اسمبلۍ د وړومبي مرستیال له خوا د پارلیمان ماتول باطل اعلان کړل او د عمران خان خلاف د عدمِ اعتماد تحریک په لړ کښې د راې اخیستنې لپاره یې د شنبې ورځ وټاکله
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 08, 2022 06:03 Asia/Kabul
  • د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک لغو کول غیرقانوني دي

د پاکستان سترې محکمې په پرونۍ غونډه کښې د قومي اسمبلۍ د وړومبي مرستیال له خوا د پارلیمان ماتول باطل اعلان کړل او د عمران خان خلاف د عدمِ اعتماد تحریک په لړ کښې د راې اخیستنې لپاره یې د شنبې ورځ وټاکله

د پاکستان سترې محکمې په پرونۍ غونډه کښې د قومي اسمبلۍ د وړومبي مرستیال له خوا د پارلیمان ماتول باطل اعلان کړل او د عمران خان خلاف د عدمِ اعتماد تحریک په لړ کښې د راې اخیستنې لپاره یې د شنبې ورځ وټاکله

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د عمران خان په غوښتنه د دغه هیواد قومي اسمبلي یا ملي پارلیمان منحل کړ چې د اپوزیشن سخت مخالفت یې په ځان پسې درلود او هغوي دغه جنجال ته د سترې محکمې د واردیدو غوښتنه وکړه.

د پارلیمان او د وزیراعظم عمران خان د کابینې له منحلیدو وروسته وزیراعظم هم د ولسمشر د لیک په ځواب کښې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر ګلزار احمد د هیواد د لنډمهاله وزیراعظمۍ لپاره معرفي کړی و.

په دې لړ کښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي دي چې دی د خپلواکه بهرني سیاست، خپلواکۍ او په پاکستان کښې د بهرنیو هیوادونو د اډو له جوړولو سره موافقې نه کولو په وجه د امریکې د دسیسې ښکار ګرځیدلی دی.