د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د عمران خان د پلويانو مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114616
د تحريک انصاف ګوند په زرګونو پلويانو بيګا د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې له څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران سره د پيوستون او په دغه هېواد کښې د حکومت د بدلولو لپاره د بهرنۍ دسيسې د غندلو په خاطر مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 11, 2022 08:09 Asia/Kabul
  • د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د عمران خان د پلويانو مظاهرې

د تحريک انصاف ګوند په زرګونو پلويانو بيګا د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې له څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران سره د پيوستون او په دغه هېواد کښې د حکومت د بدلولو لپاره د بهرنۍ دسيسې د غندلو په خاطر مظاهرې وکړې.

په پاکستان کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو په مرستې سره د وزيراعظمۍ له پوسټ څخه د څنګته کولو لپاره د امريکې مداخلت دغه هېواد له سخت سياسي بحران سره مخامخ کړے دے.

د اېرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو بېګا د دغه هېواد په اسلام آباد، کراچۍ، پېښور، لاهور،ملتان، کوئټه، کوهاټ ، سوات او نورو ډېرو وړو او سترو ښارونو او کليو کښې د تحريک انصاف ګوند او عمران پلويانو په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو لپاره د امريکې د مداخلت په خلاف سترې احتجاجي مظاهرې وکړې.

له عمران خان څخه د ملاتړ لپاره دغه مظاهرې د زرګونو خلقو په شتون سره په پياده شکل کښې يا د موټرسائېکلونو او موټرو د قافلو په صورت کښې ترسره شوې.

همدارنګ د نړۍ په نورو هېوادونو کښې هم مېشته پاکستانيانو د دغه شان مظاهرو او لاريونونو جوړولو سره له عمران خان څخه د خپل ملاتړ څرګندونه او د بهرنۍ دسيسې غنده يې وکړه.

مظاهرو ته وېنا کؤنکو وويل چې په پاکستان باندې به هيڅکله د امريکې تپل شوے حکومت ونه مني.

مظاهره کؤنکو چې امريکه مرده باد، څوک چې د امريکې يار دے غدار دے غدار دے او د امريکې بهرنے مسلط شوے حکومت نه منلو نعرو په وهلو سره له امريکې او د هغې له ملاتړ څخه د خپلې کرکې او قهر څرندونه وکړه.

همدارنګ د پاکستان مخکيني وزيراعظم عمران خان په دې وروستيو ساعتونوکښې په خپل يو ټوئيټ کښې په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو په خاطر د امريکې د ترملاتړ لاندې دسيسې باندې د په اعتراض او د آزادۍ لپاره د مقامت لپاره په مظاهرو کښې د خپلو پلويانو د ګڼ شمېر شتون څخه مننه او قدرونه وکړه.