بلاول بوټو زرداري د پاکستان خارجه وزیر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115328-بلاول_بوټو_زرداري_د_پاکستان_خارجه_وزیر_شو
زمونږ خبریال وايي د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د پیپلز ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري څخه سوګند واخیست .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 01:37 Asia/Kabul
  • بلاول بوټو زرداري د پاکستان خارجه وزیر شو

زمونږ خبریال وايي د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د پیپلز ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري څخه سوګند واخیست .

بلاول بوټو به د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف په کابینې کښې د فیډرال وزیر په توګه کار ته دوام ورکړي .

د بلاول بوټو د لوړې مر اسم پرون په اسلام اباد کښې په ایوان صدر کښې وشول او پکښې لومړي وزیر شهباز شریف هم ګډون وکړ .

درې دیرش (۳۳) کلن بلاول بوټو زرداري په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې د پاکستان د ملي پارلمان (قومي اسمبلۍ) د غړي په توګه انتخاب شوی و او دا لومړی ځل دی چې هغه به په کابینه کښې د فیډرال وزیر په توګه کار ته دوام ورکړي .

د پاکستان کابینې وروسته په یوې خبر پاڼه کښې بلاول بوټو د خارجه وزیر په توګه وټاکه .

د پاکستان نوی خارجه وزیر بلاول بوټو پرون د چین سفارت ته ورغی او په کراچۍ کښې د پوهنتون دباندې په ځان وژونکي حملې کښې د چین د ښاریزو په وژل کیدا یې خواشینۍ څرګنده کړه .

بلاول بوټو زرداري وویل ترهګرو ناکامه هڅه وکړه چې د پاکستان او د چین د دوستۍ په بنسټ ګوزار وکړي .