په پاکستان کې د افغان کډوالو د یوې کورنۍ وژل کېدا
May 03, 2022 01:43 Asia/Kabul
د پاکستان پولیس ویلي چي د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې یوه افغان کورنۍ د ماشومانو په شمول د نامعلومو بریدګرو له لوري وژل شوي دي.
د تسنیم له راپور سره سم، یوه افغان مېرمنه د خپلو څلورو ماشومانو سره د بلوچستان ایالت د قچلاق په ښآر کې د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پولیسو په وېنا لا هم د دې خونړي برید موخه ناڅرګنده پاتې ده.
د افغان رسنیو له راپور سره سم، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالات ډېر خراب دی، هغه افغانان چي د افغانستان د ناوړه حالاتو د امله یې پاکستان ته پناه وړي دي، له ښاریز حقوقو او په ښوونځیو کې له تعلیم څخه محروم پاتي دي.
ټیګونه