د پاکستان خلکو نن کوچنی اختر ولمانځه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115542-د_پاکستان_خلکو_نن_کوچنی_اختر_ولمانځه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان مسلمانانو نن د کراچۍ ، لاهور ، کویټه ، پیښور ، پنډۍ ، حیدراباد ، اسکردو ، ګلګیت ، پاره چنار او لاړکانه په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې د کوچني اختر په لمانځه کښې پراخ ګډون وکړ او جشنونه یې ترسره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 09:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو نن کوچنی اختر ولمانځه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان مسلمانانو نن د کراچۍ ، لاهور ، کویټه ، پیښور ، پنډۍ ، حیدراباد ، اسکردو ، ګلګیت ، پاره چنار او لاړکانه په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې د کوچني اختر په لمانځه کښې پراخ ګډون وکړ او جشنونه یې ترسره کړل .

د پاکستان دیني مشرانو او اسلامي ډلو او ګوندونو د کوچني اختر د رارسیدا په درشل کښې له خلکو وغوښتل د کوچني اختر په ورځ په وحدت ، ورورګلوۍ او اتحاد  سره د اسلام ضد د عناصرو او د هغو  کسانو په مقابل کښې چې د مسلمانانو ترمینځ د فتنې او د نفاق د تخم په شیندلو سره د ناوړه استفادې او د اسلام له مبین دین سره د ضدیت اراده لري خپل وحدت نندرې ته وړاندې کړي .

د پاکستان سني او شیعه مسلمانان کوچني اختر ته چې تاریخي پیښه ده ډیر اهمیت ورکوي او دوې عمومي او مذهبي ځایونه او  حکومتي ادارې ښکلي کوي او نوي لباسونه اچوي او شیرینانې ویشي .