پاکستان کښې افغانستاني معترضانو کفنونه واغوستل
پاکستان کښې دیره افغانستاني کډوال په دې اعتراض لري چې ملګري ملتونه ولې ورته پاملرنه نه کوي
په اسلام آباد کښې یو شمېر افغان کډوالو، چې له دوو اوونیو راهیسې احتجاج ته دوام ورکوي، پرون د پاکستان د اختر په لومړۍ ورځ د اعتراض په دود کفنونه واغوستل
دوی په دې اعتراض لري چې ملګري ملتونه ولې ورته پاملرنه نه کوي.
احتجاج کوونکي چې په اسلام اباد کې یې احتجاج پیل کړی، وايي که ملګري ملتونه د دوی په مسئلو غور نه کوي نو و دې وژل شي.
د اعتراض کوونکو پناه غوښتونکو په وینا، دوی د احتجاج په لومړۍ اوونۍ په اسلام ا باد کې د ملګروملتو او اروپايي اتحادیو استازندویو دفترونو ته لاړل خو هغوی یې هیڅ پروا ونه کړه.
افغان احتجاج کوونکي وايي، تر څو چې نړیواله ټولنه یې غږ وانه وري او اوسنی نامعلوم وضعیت یې پای ته ونه رسېږي، اعتراض ته به دوام ورکړي.
پاکستان ته زرګونه داسې افغانان تللي چې په یو نه یو ډول په استرالیا، اروپايي او امریکايي هیوادونو (متحدو ایالتونو، او کاناډا) کې د پناه ژمنې ورسره شوي خو قضیې یې پرمخ نه ځي.
پر یوکراین د روسیې یرغل د مهاجرمنونکو هیوادونو پام یوکراینیانو ته اړولی او افغانان تر ډېره هیر کړل شوي دي.