اسراییل د سیمې د هیوادونو د کمزورتیا په لټه کې دې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115654-اسراییل_د_سیمې_د_هیوادونو_د_کمزورتیا_په_لټه_کې_دې
عمران خان وویل صیهونیسټ رژیم نه یوازې په سیمه په تیره بیا سوریې او لیبیا کې د ګډوډیو مسول دې بلکې د پاکستان د کمزورتیا لپاره دسیسه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 08:42 Asia/Kabul
  • اسراییل د سیمې د هیوادونو د کمزورتیا په لټه کې دې

عمران خان وویل صیهونیسټ رژیم نه یوازې په سیمه په تیره بیا سوریې او لیبیا کې د ګډوډیو مسول دې بلکې د پاکستان د کمزورتیا لپاره دسیسه کوی .

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان صیهونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ په تیره بیا د اسلامي هیوادونو د پوځی وسونو پرضد د دسیسې او ګډوډیو مسول وباله .

د ایرنا له راپور سره سم عمران خان وویل صیهونیسټ رژیم نه یوازې په سیمه په تیره بیا سوریې او لیبیا کې د ګډوډیو مسول دې بلکې د پاکستان د کمزورتیا لپاره دسیسه کوی .

عمران خان په عراق او افغانستان کې د واشنګټن د یرغلیزو سیاستونو او ترهه ګرۍ پرضد د جنګ په پلمه له پاکستانه د امریکا په ناړه استفادې په اعتراف سره زیاته کړه اسراییل د پاکستان د وسله وال ځواک د کمزورتیا په شمول د اسلامی هیوادونو د پوځي وسونو په کمزوری کولو پسې دې .

هغه ټینګار وکړ تحریک انصاف په پاکستان کې یو مخکښ او د دسیسو په وړاندی مقاوم ګوند دې اومونږه به هیڅکله د بهرنیو ګواښونو په وړاندې تسلیم نشو .

عمران خان تیره میاشت د دغه هیواد د پارلیمان د عدم اعتماد له رایو وروسته څنګته او له هغه وروسته د پاکستان نوې حکومت جوړ شو . هغه د وار مخکې انتخاباتو غوښتنه کوی او خبردارې یې ورکړی دی چی که غوښتنه یې ونه منل شی نو اسلام اباد په لور به میلیونی لاریون ترسره کړی .