په پاکستان کې د غنمو خطر جوړونکې چیلنج
پاکستان په اسیا کې د وریژو او غنمو له مطرح تولیدونکیو دې خو د خلکو په وسیله د غنمو په زیات استعمال سره په وروستیو کلونو کې د غنمو د مصرف له چیلنج سره مخامخ شوی دی چی هرکال دغه مشکل زیاتیږی . د سرې کمښت ، ذخیره کول ، ګرانی ، د موسم بدلیدا او د کرهڼې په حوزه کې ناوړه مدیریت د پاکستان د غنمو د کړکیچ له مهمو عواملو دی .
د غنمو چیلنج په پاکستان کې په یوه پراخ کړکیچ په بدلیدو دې . پاکستان په ۲۲۰ میلیون نفوسو سره تر ۲۰۱۹ میلادی کاله مخکې د صادراتو لپاره زیات غنم پیدا کول خو دغه بهیر اوس تر دې حده کم شوی چی پاکستاني چارواکی د غنمو د داخلي مصرف د تامینولو له بهره وارداتو ته مجبوره شول .
پاکستان په اسیا کې د وریژو او غنمو له مطرح تولیدونکیو دې خو د خلکو په وسیله د غنمو په زیات استعمال سره په وروستیو کلونو کې د غنمو د مصرف له چیلنج سره مخامخ شوی دی چی هرکال دغه مشکل زیاتیږی . د سرې کمښت ، ذخیره کول ، ګرانی ، د موسم بدلیدا او د کرهڼې په حوزه کې ناوړه مدیریت د پاکستان د غنمو د کړکیچ له مهمو عواملو دی .
غنم د پاکستان د کرهڼې مهم محصول دې . غنم د اتیا فیصده زمیندارانو په وسیله کرل کیږی او په ۲۲ میلیون هیکټره مځکه کرل کیږی چی تقریبا د پاکستان تر کر لاندې کابو ۴۰ فیصده مځکه کیږی . پنجاب صوبه د غنمو په تولید کې تر ټولو زیاته ونډه لری او له دې وروسته سند ، خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه راځی . غنم د اصلی خوړو په توګه د پاکستان د خلکو د غوړو اصلی برخه جوړوی . په تیرو څلورو لسیزو کې په پاکستان کې د غنمو تولید زیات شوی دی ، یعنی له ۱۱میلیون ټنو ، په ۱۹۸۰ کال کی ۲۵ میلیون ټنو ته رسیدلې . پاکستان په ۲۰۱۹ کال کی د غنمو د تولید له نظره په نړۍ کې اووم ځای درلوده .
د پاکستان حکومت وروستې پروګرام له روسیې په دیرش فیصده ډسکاونټ د کابو ۳ میلیون ټنو غنمو اخیستل وو چی دغه معامله په پاکستان کې په سیاسی کړکیچ اوله ماسکو سره د اړیکو د کمولو په اړه په اسلام اباد دواشنګټن په دباو سره تر اغیز لاندې راغلی ده .
پاکستان همداراز له یوکرین د غنمو یو واردونکی بلل کیږی چی البته په یوکرین د جنګ دوام د خوړو د امنیت په اړه په اسلام اباد کې اندیښنې رامینځته کړی دی .
د دغه راپور په اساس د محمد شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنې حکومت په راتلو سره د غنمو او شکرې کړکیچ هماغه راز په دغه هیواد کې په خپل ځای پاتې دې تر دې ځایه چی شهباز شریف پرون له ذخیره کولو او داخلی اړتیا د تامینولو لپاره په یوه حکم کې تر بلې اطلاع له پاکستانه د شکرې صادرات منع کړل .
پاکستان د کرهڼریزو محصولاتو د تولید له نظره په سترو هیوادونو کې راځی او په تیرو لسیزو کې یې وریژې ، کپاس ، غنم او د ګنی محصولات مختلفو هیوادونو ته صادرول خو د دغه هیواد د کارپیژاندو په باور په وروستیو کلونو کې د ناوړه مدیریت او غیر اغیزمنو سیاستونو په دلیل پاکستان د غنمو له کم ساری کړکیچ سره مخامخ دې .
د پاکستان دولت په دې زمینه کې په اقداماتو بوخت دې .
د ا په داسې حال کی دی په پاکستان کې دولتی سرچینو ویلی دی د غنمو په کړکیچ غلبه ډیر ژر امکان نلری او هیواد باید ځان له بهره د څلور میلیون ټنو غنمو د ورارداتو لپاره چمتو کړی . په پاکستان کې د غنکو ناخالص مصرف اندازه اویا اعشاریه دیرش میلیون ټنو ته اټکل شوی ده .