د پاکستان ای ایس ای مشر امریکا ته سفر وکړ
May 13, 2022 01:29 Asia/Kabul
جنرال ندیم انجم د سی ای اې له مشر ویلیم برنز او ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان سره کتنه او خبرې وکړې .
د پاکستان ډان نیوز له راپور سره سم د پاکستان ای ایس ای مشر ندیم انجم امریکا ته په یوه ناڅاپی سفر کې د دغه هیواد له استخباراتی او امنیتی مقاماتو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې .
جنرال ندیم انجم د سی ای اې له مشر ویلیم برنز او ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان سره کتنه او خبرې وکړې .
د دغه راپور په اساس امریکایی چارواکو یا د پاکستان پوځ د دغو کتنو جزیات ندی په ډاګه کړی خو ګمان کیږی خبرې اترې د افغانستان د امنیتی مساییلو او وضعیت په اړه متمرکزې وی .
ټیګونه