May 13, 2022 15:12 Asia/Kabul
  • امريکې ته د پاکستان د خارجه وزير سفر تائيد شو

د پاکستان د خارجه وزارت وياند د مۍ په ۱۷ نېټه امريکې ته د پاکستان د خارجه وزير بلاول بوټو زرداري سفر تائيد کړ.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې په يو رپوټ کښې د دغه هېواد د خارجه وزارت د وياند زاهد حفيظ چودهري لخوا امريکې ته د بلاول بوټو زرداري د سفر له تائيدولو وروسته وليکل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونوترمېنځ د سړو تعلقاتو د ختمېدو نښې نښانې موجودې دي.

د پاکستان د مخکيني حکومت او امريکې ترمېنځ د تعلقاتو سوړوالے د پاکستان له څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران خان سره د ټيلفوني خبرو اترو لپاره د امريکې د ولسمشر جوبائيډن له ډډه کولو څخه شروع شو او ورو ورو يې د تاوتريخوالي شکل اختيار کړ.

عمران خان هم امريکه د هغه د څنګته کړل لپاره په دسيسې تورنه کړه.

د  دغه رپوټ له مخې امريکې ته په سفر کښې د پاکستان خارجه وزير ټاکل شوې ده د خپل امريکائي همرتبه آنتونيو بلېنکن په شمول د دغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

همدارنګ د پاکستان د فوځي استخباراتو آئي اېس آئي مشر جنرل نديم انجم امريکې ته په خپل ناڅاپي سفر کښې د دغه هېواد له امنيتي او جاسوسي چارواکو سره ليدنې کتنې او د افغانستان په باره کښې خبرې اترې وکړې.

همدارنګ د پاکستان رسنيو پرون اسلام آباد ته د افغانستان په چارو کښې د امريکې د مخکيني استازي زلمي خليلزاد د سفر خبر هم ورکړ.

 

ټیګونه