دپاکستان د وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۶ کسان وژل شوی
د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.خو مخکې د دغه ډول حملو مسولیت تحریک طالبان پرغاړه اخیسته .
د پاکستان پوځ تایید کړه چې پرون د شمالي وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۳ پوځيان وژل شوي دي.په دغه حمله کی ۳ ماشومان هم وژل شوی دي
د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.خو مخکې د دغه ډول حملو مسولیت تحریک طالبان پرغاړه اخیسته .
د پاکستان پوځ ویلی دی ددغه هیواد امنیتی او استخباراتی اورګانونه په دغه حمله کی د لاس درلودونکیو عواملو او ځان وژونکی کس د مشخصاتو د جاج په حال کی دي .
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک طالبان له پاکستان سره د سولې خبرو په دوام د يو بل پینځلس ورځیني اوربند د پيلولو په درشل کې دی.
راپورونه څرګندوي، چې دغه مذاکرات یو ځل بیا د افغانستان د واکمنوطالبانو په منځګړيتوب د دوی تر واک لاندې سیمو کې پیل شوي دي.