عمران خان له امریکا د جنجالی ډیپلوماټ د څنګته کولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116394-عمران_خان_له_امریکا_د_جنجالی_ډیپلوماټ_د_څنګته_کولو_غوښتنه_وکړه
عمران خان د پاکستان په عمومي افکارو کې د امریکایی ضد احساساتو د زیاتیدا او بهرنی لاس وهنې پرضد د دغه هیواد د خلکو په پاڅون په ټینګار سره زیاته کړه تحریک انصاف ګوند به په راتلونکیو انتخاباتو کې په پریکنده اکثریت سره بریالې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2022 10:34 Asia/Kabul
  • عمران خان له امریکا د جنجالی ډیپلوماټ د څنګته کولو غوښتنه وکړه

عمران خان د پاکستان په عمومي افکارو کې د امریکایی ضد احساساتو د زیاتیدا او بهرنی لاس وهنې پرضد د دغه هیواد د خلکو په پاڅون په ټینګار سره زیاته کړه تحریک انصاف ګوند به په راتلونکیو انتخاباتو کې په پریکنده اکثریت سره بریالې شی .

 

د پاکستان څنګته شوی لومړی وزیر عمران خان له سی این این جینل سره په خبرو کې په پاکستان کې د امریکا په لاس وهنې په اعتراض کې  وویل د امریکا لوړ رتبه ډیپلوماټ ډونالډ لو د پاکستان د وخت سفیر ته ویلی وو که عمران خان په نه باور راې سره څنګته نکړئ نو پاکستان به یې پاییلې ووینی .

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وویل د امریکا د خارجه وزیر مرستیال دغه زشت او کبرجن کړچار بیخی د منلو ندې او هغه باید څنګته کړې شی .

عمران خان د پاکستان په عمومي افکارو کې د امریکایی ضد احساساتو د زیاتیدا او بهرنی لاس وهنې پرضد د دغه هیواد د خلکو په پاڅون په ټینګار سره زیاته کړه تحریک انصاف ګوند به په راتلونکیو انتخاباتو کې په پریکنده اکثریت سره بریالې شی .

عمران خان له سبا په اسلام اباد کې خلک لانګ مارچ ته بللی دي او ویلی یې دی تر څو چی د راتلونکو انتخاباتو اعلان ونشی لانګ مارچ به ختم نکړی .