عمران خان:د امریکا نوکراوګوډاګې ندې
عمران خان زیاته کړه د صیهونیسټ رژیم لخوا د فلسطین له نیواک او صیهونیسټانو ته د قدس له ورکولو سره مخالف دې او هغه د امریکا نوکر او ګوډاګې ندې .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په یوه ټویټ کې ولیکل امریکا او د هغې اوزارونه له هغه سره مبارزه کوی ځکه چی هغه په عراق او افغانستان د امریکا د حملې مخالف دی .
عمران خان زیاته کړه د صیهونیسټ رژیم لخوا د فلسطین له نیواک او صیهونیسټانو ته د قدس له ورکولو سره مخالف دې او هغه د امریکا نوکر او ګوډاګې ندې .
عمران خان د اپریل په لسمه نیټه د پارلیمان د نه باور رای له لارې له لومړی وزارته لیرې او شهباز شریف د هغه ځای ناستې شو .
د اوکراین او روسیې په وړاندې د عمران خان دریځونه د امریکایانو د ګروهنې په اپوټه وو .
د امریکا د خارجه وزارت یوه لوړ رتبه چارواکی عمران خان په څنګته کولو ګواښلې وو او عمران خان خپله څنګته کیدا د دغه ګواښ د عملی کولو لپاره د واشنګټن او د پاکستان د مخالفو ګوندونو له ملګرتیا سره اړونده بولی .